ایکناخبری آژانس راپور راکړ،د تیرې چارشنبې په ورځې ماښام یوه تکفیری ترهه ګر د شاهچراغ حرم ته په ننوتو سره پر لمونځ ګوزارو اوزیارتوالو ړندې ډزې پيل کړې چې له امله ئې پنځلس کسان شهیدان او کابو ۲۳نور ټپیان شول او دغه وحشي جنایتکار هم زخمي حالت کې ونیول شو.
په راپور کې وئيل شوي ، دغه دستورې نن سهار ننه بجې د فارس د والي ، د ولی فقیه دنماینده ، قضائي ،حکومتي او نظامي چارواکو او د لسګونو زره خلکو په شتون سره پيل شوې او ورو وروو ئې شمیر په زیاتیدا دی او دغه په لکونو خلک د جنازو په درنښت سره د شاهچراغ په لور روان دي.
داهم وئيل شوي دي چې نن ماښام په شاهچراغ حرم کې ددغو شهیدانو په یاد کې د ولی فقیه له خوا دستورې جوړېږي.
داهم وئيل شوي چې د شهیدانو جنازې به په شاهچراغ کې له دستورو وروسته دحضرت امام رضا علیه السلام دحرم د زیارت لپاره مشهد ته منتقلې شي او په امام رضا حرم کې به له ماښام او ماسخوتن لمانځه وروسته ئې جنازه وشي او له هماغه ځایه به د ابدي کور په لور یوړل شي.